کورپاڼه / روغتيا / د آلو د پخولو کومه طریقه ډېره ګټوره وي؟

د آلو د پخولو کومه طریقه ډېره ګټوره وي؟

آلو یو له هغه سبزیجاتو له جملې څخه دي چې د نړۍ په هره سیمه کې شتون لري او ترټولو مشهوره سبزي ده، چې د خپلو غذایي توکو په سبب ډېر اهمیت لري خو د خوراکي توکو کارپوهانو د زیانونو په اړه خبرداری ورکړی.

د العربیه ډاټ نیټ د راپور له مخې ویل کېږي چې آلو د لوږې د ختمولو ځانګړتیا لري او د انسان د بدن اړتیاوې پوره کوي خو د زړه د ناروغیو او چاغښت ترڅنګ د نورو ناروغیو اړوند اختلافات شتون لري.

روغتیایي کارپوهان وایي چې دا د آلو پخولو پورې اړه لري او د پخولو طریقه یې د کالورۍ د ډېرېدو سبب کېږي. یعنې سره کړي آلو ډېره کالوري او وریته کړي یې بیا ګټور وي.

  • د آلو د ورېته کولو لپاره تودوخه یا تپ استعمالېږي او په دې طریقه کې له هغه لارو چارو ګټه نه اخیستل کېږي چې کالوري یې ډېره کړي.

  • پروټین: په آلو کې په برابره توګه پروټین وي چې په غوره امینو اسید هم لري.

  • معدني مواد: په آلو کې په مناسبه اندازه سودیم او پوتاشیم وي چې د پوتاشیمو اندازه یې د کېلې په پرتله ډېر وي.

  • فایبر: په ورېته کړو آلو کې موجود فایبر د کولمو لپاره ګټور وي.

  • کلسیم: د آلو په پوستکي کې معدني مواد او کلسیم شتون لري، خو که چېرته یې پوستکی خوړل کېږي نو باید سم پریمنځل شي.

  • لږ کاربونیټ: ددې لپاره چې لږ کاربونیټ او د کم غوړیو لرونکي توکي استعمال کړو نو باید ورېته کړي آلو استعمال کړو.

دا هم ولولئ

سپیرکۍ او د هغې اوبه څومره ګټورې وي؟

سپیرکۍ یو ډول داسې درمل دي چې له ډېر پخوا راهیسې استعمالېږي او په ګټو …