کورپاڼه / خبرونه / ځوان میلیاردر له هند سره ترټولو ډېره مرسته وکړه

ځوان میلیاردر له هند سره ترټولو ډېره مرسته وکړه

کاناډایي، روسي نژاده اوه ویشت کلن میلیاردر ځوان ویتالیک بوترن له هند سره د کورونا د مخنیوي لپاره په لویه اندازه مرسته وکړه.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د کرپټو کرنسۍ شریک بنسټ ایښودونکې ویتالیک بوترن په هند کې د کورونا څخه د مخنیوي لپاره د ۱.۲ میلیارده ډالرو مرسته وکړه.

د فوربس د راپور له مخې ویل کېږي چې بوترن دغه مرسته د کرپټو کرنسۍ له لارې کړې ده او ترڅنګ یې د کورونا د مخنیوي لپاره د پنځوس تریلیونو (SHI) ټوکنه هم جمع کړي.

د راپور له مخې ویل کېږي چې د بوترن له لورې مرسته شوې روپۍ د ۱.۲ میلیاردو ډالرو سره برابرېږي. له دې وړاندې په هند مسلمان میلیاردر عظیم پریم جي د کورونا څخه د مخنیوي لپاره ډېره مرسته کړې وه.

د مرسته کوونکو د نوملړ له مخې مسلمان میلیاردر عظیم پریم جي، میلیاردر مکیش امباني شاته کړی و او په مرسته کوونکو کې یې لومړی ځای خپل کړی و.

دا هم ولولئ

مجیب الرحمان

مجیب الرحمان سبا له خپلې لوبډلې سره یو ځای کېږي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان کرنټین سبا پای ته رسېږي، …