کورپاڼه / خبرونه / استرالیا کرکټ هم مسلمانو ته د اختر مبارکي ورکړه

استرالیا کرکټ هم مسلمانو ته د اختر مبارکي ورکړه

د استرالیا کرکټ بورډ د کوچني اختر په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو ته ددې مبارکې او د خوښۍ څخه د ډکې ورځې مبارکې ورکړې.

نن ورځ چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو هیوادونو کې د کوچني اختر مبارکې او نیکمرغه ورځې په ډېرې خوشحالۍ او مستۍ سره لمانځل کېږي.

چې په همدې لړ کې ډېرو غیر مسلمو هیوادونو او شخصیتونو هم ددې مبارکې ورځې په مناسبت مسلمانانو ته د اختر مبارکې ورکړه.

چې له دې ډلې د استرالیا کرکټ بورډ هم له خپل رسمي ټویټر اکونټ څخه ټولو مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي ورکړل شوه.

یاد کرکټ بورډ د اختر د مبارکو په ورکولو سره په ټویټ کې لیکلي دي چې:((په ټوله نړۍ کې د اختر لمانځونکو ټولو مسلمانانو ته ته دې اختر مبارک وي.)) او ترڅنګ یې د اختر مبارک هیشټګ هم استعمال کړی دی.

دا هم ولولئ

مجیب الرحمان

مجیب الرحمان سبا له خپلې لوبډلې سره یو ځای کېږي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان کرنټین سبا پای ته رسېږي، …