کورپاڼه / هنر او کلتور / ساره علي خان: ان شاء الله! چې ډېر ژر به ښه ورځ راشي

ساره علي خان: ان شاء الله! چې ډېر ژر به ښه ورځ راشي

د بالیووډ د اداکار سیف علي خان او د پخوانۍ مشهورې اداکارې امرتا سنګ لور ساره علي خان د کوچني اختر په مناسب د ښو ورځو هیله مندي څرګنده کړه.

ساره علي خان پخپل رسمي اکونټ پر انستاګرام له خپل ورور ابراهیم علي خان سره جوړه تصویر خپور کړی، چې د خور او ورور د ښې اړیکې درلودلو څرګندونه کوي.

په تصویر کې لیدل کېږي چې ساره علي خان له خپل ورور سره په کومه واورینه سیمه کې ده او په سرلیک کې یې خپلو ټولو مینوالو او ملګرو ته د اختر مبارکي ورکړې.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Sara Ali Khan (@saraalikhan95)

 

نوموړې لیکلي دي چې:((زه دعا او هیله کوم چې دا اختر دې د ټولې نړۍ د خلکو لپاره خوښۍ او سلامتي له ځان سره راوړي.)) لو دا یې هم لیکلي دي چې:((ان شاء الله په ټوله نړۍ به ډېر ژر ښه ورځ راشي.))

د یادولو وړ ده چې د هند په ګډون ځینې نور هیوادونه نن ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ لمانځي. خو په افغانستان او ټوله نړۍ کې بیا نن د اختر دویمه ورځ ده.

دا هم ولولئ

اشرف غني او عبدالله مقری

ولسمشر غني: عبدالله مقري خلک د وطن ابادۍ او سوله ییز ژوند ته وهڅول

د هېواد مشهور، نومیالی او وتلی سندرغاړی عبدالله مقري نن سهار د کورونا ویروس ناروغۍ …