کورپاڼه / روغتيا / د خوږ لېمو په مرسته خپله ښکلا ډېره کړئ؛ طریقه یې دلته ولولئ

د خوږ لېمو په مرسته خپله ښکلا ډېره کړئ؛ طریقه یې دلته ولولئ

خوږ لېمو چې په تروشو مېوو کې ترټولو خوږه مېوه نو ځکه ورته خوږ لېمو وایي. د سترس د کورنۍ ټولې مېووې د ویټامین سي یوه مهمه سرچینه ده چې بیا دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د ناروغیو مخنیوی کوي. خو ددې ترڅنګ دغه مېوه نور داسې توکي هم لري چې د روغتیا لپاره ډېر ګټور وي.

د خوږ لېمو په څېر په اوبو لرونکو مېوو کې په مناسبه اندازه فایبر شتون لري، چې دغه فایبر له یو لوري د هضم سیستم ښه کوي او بل لوري ته په وینه کې د کلیسترول او ګلوکوزو کچه هم برابروي.

دغه راز د خوږ لېمو ویټامین سي د پوستکي خرابیانې له منځه وړي او د سیتریک اسید په ډول سره کار ورکوي. ددې لپاره یو خوږ لېمو راواخلئ، دوه برخې یې کړئ او یوه برخه یې په مخ ووهئ او تر اتو دقیقو دوام ورکړئ، بیا یې ښه ووینځئ او په دست پاک یې پاک کړئ نو ښکلا به یې حس کړئ.

د سترګو پر شاوخوا د جوړېدونکو حلقو او سرو کرښو څخه د خلاصون لپاره هم خوږ لیمو ګټور وي نو هڅه وکړئ چې له خوږ لېمو څخه تیار شوی کریم د سترګو پر شاوخوا ووهئ او له حلقو یې ځان وساتئ.

  • نیمه کاچوغه د خوږ لېمو جوس

  • یوه کاچوغه د کیلې کریم

  • یوه کاچوغه د بادرنګو جوس

  • یوه کاچوغه د ویټامین اي جیل

دا څلور واړه توکي به سره ښه ګډ کړئ او تر څلور دقیقو به یې یخچال کې کېږدئ، بیابه یې د مالوچو په مرسته د سترګو پر شاوخوا ووهئ، ترڅو دقیقو مالش کولو وروسته به یې په اوبو سره ووینځئ.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …