کورپاڼه / هنر او کلتور / سنجی دت له خپلې کورنۍ سره په دوبۍ کې اختر ولمانځه

سنجی دت له خپلې کورنۍ سره په دوبۍ کې اختر ولمانځه

د هندي فلمونو مشهور اداکار یا هنرمند سنجی دت له خپلې کورنۍ سره په دوبۍ کې کوچنی اختر ولمانځه او عکسونه یې پر ټولنیزو رسنیو خپاره کړل.

نن ورځ په هند کې مسلمانانو کوچنی اختر په ډېر مینه او په مذهبي دودونه سره ولمانځه او د کورونا په سبب د رامنځته شوي ناوړه وضیعت پرمهال یې د خلکو پر څېرو مسکاوې خورې کړې.

چې په دې لړ کې فلمي ستورو هم خپلو مینوالو ته د اختر مبارکي ورکړه او له خپلو کورنیو سره یې ولمانځه.

د بالیووډ سنجو بابا د خپلې کورنۍ سره په دوبۍ کې اختر ولمانځه او د خپلې میرمنې سره یې دغه خوښي پر ټولنیزو رسنیو د تصویرونو له لارې له مینوالو سره شریکه کړه.

سنجو بابا د اختر په مناسبت سپین کمیس اغوستی او سپین بوټونه یا موزې یې پر پښو کړې وې او میرمنې یې هم سپینې جامې په تن کړئ وې، خو اولادونه یې بیا ګلابي کالي اغوستي ول او د اختر په مناسبت یې کیک هم پرې کړ.

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …