کورپاڼه / روغتيا / د سبزیجاتو او مېوو په استعمال سره ذهني فشار کمېږي

د سبزیجاتو او مېوو په استعمال سره ذهني فشار کمېږي

د یوې نوې څېړنې له مخې ثابته شوې چې که چېرته د ژوند په هره برخه کې مېوې او سبزیجات استعمال شي د ذهني فشار او د ژور خپګان د کمېدو سبب کېږي.

ددې څېړنې لنډیز دادی که چېرته په ورځني ډول  ۴۷۰ ګرامه مېوې او سبزیجات وخوړل شي نو په ذهني فشار کې مو لس سلنه کمښت واقع کېږي. باید یاده کړم چې د روغتیا نړیوالې ادارې هم لارښوونه کړې چې په ورځني ډول دې ۴۰۰ ګرامه مېوې او سبزیجات وخوړل شي.

څېړونکی سایمن ریډاولي او ملګري یې وایي چې د سبزیجاتو، مېوو او د دماغي روغتیا ترمنځ یې اړیکه موندلې، نو ځکه خو دواړه ډوله خوراکي توکي د دماغي او ذهني روغتیا ته اغېزمن ګڼل شوي.

څېړونکي وایي چې موږ کله ناکله له ذهني فشار او ژور خپګان سره مخ کېږو خو که چېرته دا لړۍ دوام ومومي نو ډېرې ستونزې زېږوي چې د وینې لوړ فشار او شکر یې په لومړي سر کې ځای لري.

خو دلته پوښتنه پیدا کېږي چې آخر مېوې او سبزیجات داسې کومې ځانګړتیاوې لري چې ذهني فشار ختموي؟ په دې اړه څېړنې روانې دي خو د یادولو وړ ده چې ځینې انټي اکساید، ویټامین، معدني مواد او فلزوویډز په ګډه د بدن دننه سوخت ختموي، چې په دې سره دماغ ارامه کېږي او فعالیتونه یې ښه والی مومي او ترڅنګ طبیعت هم ښه کېږي.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …