کورپاڼه / خبرونه / د هند کرکټ بورډ د خپلو لوبغاړو لپاره په زړه پوري شرایط وړاندې کړل

د هند کرکټ بورډ د خپلو لوبغاړو لپاره په زړه پوري شرایط وړاندې کړل

د هند د کرکټ کنترول ادارې (بي سي سي آیي) انګلستان ته تلوونکو لوبغاړو ته ډېرې سختې او جدي لارښوونې کړي او ورته یې ویلي چې د کورونا څخه د مخنیوي لپاره یې بشپړه هڅه وکړي.

یاد ادارې خپلو لوبغاړو ته ویلي دي که چېرته یې کوم لوبغاړی د کورونا له وایروس څخه اغېزمن شو، نو له لوبډلې به یې بهر کړي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د هند د لوبډلې فزیو (ډاکتر) یوګیش پرمار لوبغاړو ته سختې لارښوونې کړي او ویلي یې دي چې په ممبۍ کې له کرنتین کیدو دمخه دې ټول لوبغاړي له احتیاط څخه کار واخلي.

یوګیش پرمار زیاته کړې چې ټول لوبغاړي دې ځان له نورو بېل کړي. د هند کرکټ بورډ دغه شرایط وروسته له هغې پر خپلو لوبغاړو پلي کوي، چې په تجارتي لیګ کې یې د کورونا قضیې ثبت او دغه لیګ وځنډول شو.

د یادولو وړ ده چې د هند کرکټ ملي لوبډله به په راتلوونکو څو ورځو کې انګلستان ته روانه شي، چې هلته به د نیوزیلینډ لوبډلې سره د ټیسټ لوبو د اتلولۍ د جام په پایلوبه کې سره مخ شي.

دا هم ولولئ

ارون فنچ او کیرون پولارډ

د اسټرالیا او ویسټ انډیز لوبه د کورونا له امله وځنډېده

د اسټرالیا او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه چې …