کورپاڼه / هنر او کلتور / دغه رسامي په (۱۰۳) میلونو ډالرو سره پلورل شوی

دغه رسامي په (۱۰۳) میلونو ډالرو سره پلورل شوی

رسامي د نړۍ په کچه د میلونونو په شمېر مینوال لري، خو له امریکا څخه یو داسې خبر د ټولو خلکو د حیرانۍ وړ ګرځیدلی، چې یو شخص د مشهور رسام پابلو پکاسو رسامي په ۱۰۳ میلونه ډالر وپلورل شوه.

د فرانسې خبري اژانس (ای ایف پي) د راپور له مخې ویل کېږي چې پابلو پکاسو دغه رسامي په ۱۹۳۲ کال بشپړه کړه او د پنجشنبې په ورځ له نوولس دقیقو وروسته په ۹۰ میلونه ډالر وپلورل شوه او د کمیشن او فیس سره یې قیمت ۱۰۳ میلونه ډالرو ته ورسیدو.

د لیلام ادارې (کرسټیز) ددې رسامۍ قیمت ۵۵ میلونه ډالر ټاکلی و او دا هم د یادولو وړ ده چې پابلو پکاسو په ۱۸۸۱ کال زېږیدلی او په ۱۹۷۳ کال مړ شوی دی.

د کرسټیز مشر بوني برینین وایي چې د پنجشنبې په ورځ په مجموعي ډول د ۴۸۰ میلونو ډالرو لیلامي شوې، چې دا ددې مانا لري چې هنري بازارونه خپل حالت ته بېرته راګرځي.

په دې رسامۍ کې یوه ښځه لیدل کېږي چې د کرکۍ ترڅنګ ناسته ده او دغه رسامي له نن څخه اته کاله وړاندې په لندن کې په ۴۵ میلونه ډالر وپلورل شوه.

تر اوسه پورې د پکاسو پنځه شاهکارونه له ۱۰۰ میلونو څخه په ډېرو ډالرو سره پلورل شوي او له دې وړاندې یې یوه رسامي په ۲۰۱۵ کال په ۱۷۰ میلونه ډالرو سره پلورل شوې وه.

دا هم ولولئ

سونم کپور: پلار مې په رښتیوني ژوند کې هم له یو اتل څخه کم نه دی

د بالیووډ د فلمونو ستوري انیل کپور لور سونم کپور وایي چې پلار یې په …