کورپاڼه / هنر او کلتور / کترینا کیف او مادوري دکشت هم د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي ورکړه

کترینا کیف او مادوري دکشت هم د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي ورکړه

د بالیووډ د فلمونو ښکلو او مشهورو ښځینه وو اداکارو یا هنرمندو هم په ټوله نړۍ کې موجودو مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي ورکړه.

نن ورځ چې په هند کې د اختر لومړۍ ورځ ولمانځل شوه نو د هندي فلمونو ادکارو کترینا کیف او مادوري دکشت هم مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه او د راتلوونکې کال د ښه والي لپاره یې دعا وکړه.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Katrina Kaif (@katrinakaif)

 

کترینا کیف چې د بالیووډ د فلمونو یوه ښکلې اداکاره ده پخپل ټویټر اکونټ مسلمانانو ته پیغام ورکړی او لیکلي یې دي چې تاسو او ستاسو ملګرو ته دې اختر مبارک وي.

نوموړې دغه راز لیکي چې هغه څوک چې طاقت، روغتیا او امن ته اړتیا لري، د هغوی ټولو لپاره دعا ګو ده.

 

بل لوري ته مادوري دکشت چې تر ډېره یې پر بالیووډ راج وکړ، پخپل ټویټ کې مینوالو ته مبارکي ورکړې او دعا یې هم کړې چې راتلوونکی کال یې ښه اوسي.

دا هم ولولئ

اشرف غني او عبدالله مقری

ولسمشر غني: عبدالله مقري خلک د وطن ابادۍ او سوله ییز ژوند ته وهڅول

د هېواد مشهور، نومیالی او وتلی سندرغاړی عبدالله مقري نن سهار د کورونا ویروس ناروغۍ …