کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / یو فلج شخص د لومړي ځل لپاره په فکر کولو سره جملې جوړول پیل کړې

یو فلج شخص د لومړي ځل لپاره په فکر کولو سره جملې جوړول پیل کړې

د لومړي ځل لپاره هغه شخص چې د ورمېږ څخه ښکته فلج و، د خپلو دماغو په مرسته یې پر سکرین جملې ولیکلې چې د طب په تاریخ کې یوه لویه بریا ګڼل کېږي.

ساینسپوهانو د ناروغ د دماغو په کیڼ اړخ کې دوه له ویښتانو څخه هم نري بریښنایي سینسرونه ولګول او ورته یې وویل چې داسې جملې ولیکي چې عام خلک یې د کاغذ پر مخ لیکي او د دماغي لیکنې نوم یې ورکړ.

یو ناروغ پنځه شپېته کلن شخص چې له نهو کلونو راهیسې فلج و، ورته وویل شول چې پخپل ذهن کې د قلم او کاغذ تصویر وکړي او په دې دوران کې یې په دماغو کې د تصور کولو ټول عمل د سینسر په مرسته نوټ کړ او الګوریتم یې د لیکنې جوړښت ولوست او د سکرین پرمخ یې ولیکه.

ساینسپوهان وایي چې د دماغو د لیکنې عمل پر موبایل هم د لیکنې څخه تېز سرعته ده، که چېرته د لیکنې عمل پیچلی وي او د لاسونو په حرکت کې په زرګونه عصبي حجرې فعالیت وکړي، خو دوی یوازې پر دوه سوه مهمو عصبي حجرو تمرین وکړ او ډیټا یې تر یو سافټویر پورې ورساوه او پایله یې پر سکرین څرګنده کړه.

په دې ډول فلج شخص په یوه دقیقه کې اتلس کلمې په بریا سره ولیکلې، چې له تېرو ټولو سیستمونو څخه دوه برابره تېز و او په دې سره دغه ایجاد د نړۍ په کچه د هغه کسانو لپاره ګټور تمامېږي چې د کومې پېښې په سبب له ویلو او لیکلو څخه نیمګړی وي.

دا هم ولولئ

ترټولو غټ لکۍ لرونکی ستوری وموندل شو؛ په ۲۰۳۱ کال به د ځمکې ترڅنګ تېر شي

په انساني تاریخ کې ترټولو غټ لکۍ لرونکی ستوری موندلی شوی. دغه ستوری له ۱۰۰-۲۰۰ …