کورپاڼه / روغتيا / که چېرته مو خېټه غټه شوي وي نو د زیتونو تېل استعمال کړئ

که چېرته مو خېټه غټه شوي وي نو د زیتونو تېل استعمال کړئ

د زیتونو تېل د روغتیا لپاره ډېر ګټور ګڼل کېږي او دا ځکه ګټور وي چې په جوړښت کې فیټي اسیدونه، ویټامینونه او نور غذایي توکي شتون لري. روغتیایي کارپوهان وایي چې د زیتونو تېل څښل هم د روغتیا لپاره ګټور وي.

روغتیایي کارپوهان زیاتوي که چېرته یوازې یوه کاچوغه د زیتونو تېل هم وڅښل شي، نو دومره ډېرې ګټې لري که چېرته یې په اړه پوه شئ نو حیران به شئ.

  • وزن کموي: د زیتونو په تېلو کې په ډېره اندازه فیټي اسیدونه وي، چې له ډېر خورۍ څخه مو ژغوري او د تېلو یو ښه بدیل دی چې غټه خېټه کموي.

  • د کولمو لپاره ګټور وي: د زیتونو د تېلو استعمال د کولمو د روغتیا لپاره ګټور وي او د کولمو سیستم ښه کوي او د قبض له ناروغۍ څخه مخنیوی کوي.

  • د پوستکي، ویښتانو او نوکانو لپاره: د زیتونو تېل د پوستکي، ویښتانو او د نوکانو د روغتیا لپاره هم غوره وي او که چېرته زیان ورسیدلی وي نو بېرته یې جوړوي او ویښتانو ته وده ورکوي.

  • ځیګر پاکوي: د زیتونو تېل د بدن داخلي سیستم پاکوي، که چېرته د شپې پرمهال دوه کاچوغو تېلو کې څو څاڅکي د لېمو اوبه واچول شي او وڅښل شي نو د بدن داخلي سیستم پاکوي.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …