کورپاڼه / خبرونه / سویلي افریقا، اسټرالیا او پاکستان د ویسټ انډیز سفر کوي
ویسټ انډیز

سویلي افریقا، اسټرالیا او پاکستان د ویسټ انډیز سفر کوي

په روان کال ۲۰۲۱ کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د ډېرو لوبډلو کوربه توب کوي او د ټېسټ تر څنګ به نړیوالې یو ورځنۍ او نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

د معلوماتو له مخې، سږکال به سویلي افریقا، اسټرالیا او پاکستان د ویسټ انډیز سفر وکړي او هلته به د ویسټ انډیز سره ټېسټ، نړیوالې یو ورځنۍ او نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

د ویسټ انډیز او سویلي افریقا ترمنځ به دوه ټېسټ لوبې د جون په ۱۰مه او د جون په ۱۸مه نېټه پیل شي، همدا راز ۵ نړیوالې شل اوریزې لوبې به د جون په ۲۶مه، ۲۷مه، ۲۹مه، د جولای په ۱ او ۳مه نېټه ترسره شي.

له هغه وروسته به ویسټ انډیز د اسټرالیا کوربه توب وکړي، چې ورسره به پنځه نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي، چې دا لوبې به د جولای په ۹مه، ۱۰مه، ۱۲مه، ۱۴مه او ۱۶مه نېټه ترسره شي. ورپسې به د ۳ نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کړي، چې د جولای په ۲۰مه، ۲۲مه او ۲۴مه نېټه به ترسره شي.

له اسټرالیا وروسته به د پاکستان سره ویسټ انډیز په خپل کوربه توب سیالۍ ترسره کړي. چې ۵ نړیوالې شل اوریزې لوبې به د جولای په ۲۷مه، ۲۸مه، ۳۱مه، د اګست په لومړۍ او دریمه نېټه ترلاسه شي. ورپسې به بيا دوه ټېسټ لوبې ترسره شي، چې لومړۍ به د اګست په ۱۲مه او دویمه د اګست په ۲۰مه نېټه پيل شي.

دا هم ولولئ

ګلشن ګروور او مهیندر سینګ دهوني

ګلشن ګروور مهیندر سینګ دهوني ته: زموږ په کارونو کې لغته مه وهه

د هندي سینما مشهور اداکار چې په فلمونو کې زیات وخت د بدمعاش کردار لوبوي، …