کورپاڼه / خبرونه / ویراټ کوهلي او انوشکا شرما ۱۱۴ میلیونه روپۍ مرسته راټوله کړه
انوشکا شرما او ویراټ کوهلي

ویراټ کوهلي او انوشکا شرما ۱۱۴ میلیونه روپۍ مرسته راټوله کړه

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویراټ کوهلي او د هغه مېرمن او مشهورې اداکارې انوشکا شرما د ۱۱ کروړه هندي روپيو مرسته راټوله کړه.

دواړو څو ورځې وړاندې د کورونا ویروس د مخنیوي او د دې ناروغۍ څخه د اغېزمن شویو خلکو د مرستې لپاره د مرستې راټولولو یو کمپاین پيل کړی و.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by AnushkaSharma1588 (@anushkasharma)


په دې کمپاین کې دوی په خپله هم دوه کروړه روپۍ اچولې وې او همدا راز هدف يې ټاکلی و، چې دوی به ۷ کروړه (۷۰ میلیونه) روپۍ مرسته راټولوي.

خو د ۷ کروړه روپيو د مرستې راټولولو وروسته دوی خپل هدف ۱۱ کروړه (۱۱۰ میلیونه) ته پورته کړ او اوس يې له یاد هدف څخه زیاتې، شاوخوا ۱۱۴ میلیونه هندي روپۍ مرسته راټوله کړې ده.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by AnushkaSharma1588 (@anushkasharma)


د یاد هدف پوره کېدو وروسته ویراټ کوهلي او انوشکا شرما په خپلو خپلو اکاونټونو کې په دې اړه پوسټونه هم کړي دي او د هغه خلکو څخه يې مننه کړې ده، چې د دوی په دې کمپاین کې يې برخه اخیستې.

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى

شاهد اپریدی د هند کرکټ بورډ ته په غصه دی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان او لوبغاړی شاهد اپریدی د هند کرکټ بورډ …