کورپاڼه / خپلواک / ډيلي کې ککړې هوا د دوه بنګله دېشي لوبغاړو حالت خراب کړی
بنګله دېش کرکټ لوبغاړي

ډيلي کې ککړې هوا د دوه بنګله دېشي لوبغاړو حالت خراب کړی

خپلواک وېبپاڼه (۶ نومبر ۲۰۱۹): په هند کې د ککړې هوا له امله ډېری خلک د ساه په اخيستو کې له سختو مشکلاتو سره مخ شوي دي او په ډيلي کې بيا د اير کوالټي انډيکس له حده ډېر زيات شوی دی.

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډله اوسمهال په هند کې ده او د دواړو لوبډلو ترمنځ درې ورځې مخکې لومړۍ شل اوريزه لوبه هم د ککړې هوا له امله له خطر سره مخ وه.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، د غيبي مرستې له امله هوا يو څه ښه شوه او د ډيلي په ارون جيټلي لوبغالي کې دغه لوبه ترسره شوه، چې بنګله دېش په شل اوريزو لوبو کې په لومړي ځل هندۍ لوبډلې ته ماته ورکړه.

د کريک انفو وېبپاڼې د راپور په وينا، د لومړۍ شل اوريزې لوبې پر مهال د بنګله دېش دوه لوبغاړو حالت د ککړې هوا له امله سخت خراب شوی و. دوی وايي چې سوميه سرکار او يو بل لوبغاړي کانګې هم کړې وې.

د هند کرکټ بورډ باندې په دغسې ککړه هوا او ډيلي کې د ديوالۍ نه عاجل وروسته د لوبو ترسره کولو باندې هم سختې نيوکې شوې دي.

د بي سي سي ای مشر سارو ګنګولي په دې تړاو ويلي دي، چې د لوبو نه دوه درې ورځې مخکې موږ له ځايي ادارې سره خبرې وکړې او هغوی راته وويل چې دلته لوبې ترسره کېدای شي، موږ نه شو کولای چې په وروستۍ لحظه کې لوبې لغوه کړو.

هغه وايي چې له ديوالي وروسته او د يخنۍ له راتګ سره سم په شمالي سيمو کې حالت يو څه خراب وي، خو په راتلونکي کې به موږ دې هر څه ته پام کوو او له احتياطه به کار اخلو.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …