کورپاڼه / خبرونه / وهاب ریاض: په خپل پرفارمنس به بېرته ملي لوبډلې ته راستنېږم

وهاب ریاض: په خپل پرفارمنس به بېرته ملي لوبډلې ته راستنېږم

د  پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی وهاب ریاض وايي، چې کرکټ به کوم، پرفارمنس به وکړم او بېرته به لوبډلې ته راوګرځم.

هغه له رسنیو سره په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د پاکستان سوپر لیګ پاتې لوبې ترسره کول لازمي دي، دغه لیګ کې به خپل پرفارمنس ښکاره ملي لوبډلې ته به راوګرځم.

وهاب ریاض زیاته کړه، چې خپل فیټنس ته پوره پام کوم، غوراوي کمېټه باید زما پخوانيو لوبو ته پام وکړي، که پي ایس ایل ترسره نه شي نو د انګلستان سفر ته باید په خپل پخواني پرفارمنس غوره شم.

هغه وویل، غوراوي کمېټه او منیجمنټ باید دا پرېکړه وکړي، چې زما ضرورت ورته شته او که نه، په یو یا دوه لوبو کې د نه ځلېدو له امله باید له لوبډلې د تل لپاره لیرې نه کړای شم.

وهاب ریاض وویل، له لوبډلې کېناستل او بېرته راګرځېدل مې د ژوند برخه ګرځېدلې، ډېر چانسونه لرم او لیګونو کې مې د لوبو قراردادونه کړي، خو لومړیتوب مې پاکستان او نړیوال جام دی.

دا هم ولولئ

محمد نبي او نوین الحق

نوین الحق ۲ لوبغاړي وسوځول او محمد نبي ۳۲ منډې وکړې

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې نوین الحق نن دوه لوبغاړي وسوځول او لوبډله یې په …