کورپاڼه / بېلا بېل / بدبخته ښځه چې د ۲۶ میلیونه ډالرو جایزې ټکټ ترې وینځل شوی

بدبخته ښځه چې د ۲۶ میلیونه ډالرو جایزې ټکټ ترې وینځل شوی

کله چې دې قسمت په دروازه ولاړ وي او تاسې ورته دروازه نه خلاصوئ، همداسې کار له یوې ښځې سره شوی دی چې ۲۶ میلیونه امریکايي ډالرو جایزه يې ګټلې، خو اخیستلی يې نه شي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، د امریکې په کیلیفورنیا ایالت کې یوې ښځې ۲۶ میلیونه امریکايي ډالر په جایزه کې ګټلي، خو ترلاسه کولای يې نه شي.

په راپور کې ویل شوي دي، چې د دغه ښځې نه د لاټرۍ دا ټکټ په کالیو کې وینځل شوی دی، چې د لاټرۍ شرکت اوس د یادې ښځې د ادعا پلټلو لپاره کسان هم ګمارلي دي.

په راپور کې ویل شوي دي، چې د لاټرۍ شرکت د ښځې د لاټرۍ د اخیستو د وخت سي سي ټي وي ویډیو هم ترلاسه کړې ده، خو وايي، چې دوی د کره اسنادو پرته جایزه نه شي ورکولی.

دغه ښځې رسنیو ته ویلي دي، چې له هغې نه په تېروتنه کې ټکټ وینځل شوی، خو جایزه هغې ګټلې ده او باید چې یاد شرکت يې ورته ورکړي.

دا هم ولولئ

افریقایۍ ښځه

په یو ځل د ۱۰ اولادونو زېږونکې ښځې خاوند په هغې غټ تور پورې کړ

دوه اونۍ وړاندې د سویلي افریقا څخه یو خبر خپور شوی و، چې یوې ښځې …