کورپاڼه / بېلا بېل / هغه ښځه چې په یو ځای يې ۹ اولادونه وزېږول، خاوند يې څه غبرګون ښکاره کړ؟
د مالي ښځه او خاوند

هغه ښځه چې په یو ځای يې ۹ اولادونه وزېږول، خاوند يې څه غبرګون ښکاره کړ؟

په روانه میاشت کې د افریقايي هېواد مالي اوسېدونکې يوې ښځې یو ځای ۹ اولادونه وزېږول، چې پلار يې وايي، دا ټول اولادونه د خدای له خوا هغه ته یوه ځانګړې ډالۍ ده.

د مالي ۲۵ کلنې حلیمه سيسي د مۍ په پنځمه نېټه د افریقا په یو بل هېواد مراکش کې یو ځای ۹ اولادونه وزېږول، چې ۵ پکې هلکان او ۴ پکې نجونې دي. که چېرته د حلیمه سیسي ټول اولادونه ژوندي پاتې شي، نو هغه به یو نوی نړیوال ریکارډ جوړ کړي، ځکه چې په دې سره به هغه د نړۍ یوازینۍ ښځه شي، چې ټول ۹ اولادونه يې له روغتیا برخمن او ژوندي به وي. له نوموړې مخکې په ۲۰۰۹ کال په امریکا کې د نادیه سلیمان په نوم د یوې ښځې ۸ اولادونه زېږېدلي و، چې ټول ژوندي دي.

حلیمه سیسي اوس هم په روغتون کې تر درملنې لاندې ده او د هغې ټول اولادونه تر ژورې پاملرنې لاندې دي. د انډیپینډنټ د راپور په وېنا، چې د نوموړې ټول اولادونه به د راتلونکو دوه نیمو میاشتو پر په روغتون کې تر پاملرنې لاندې وي او نوموړې به په خپله هم په روغتون کې بستر وي. که څه هم د مور او اولادونه روغتیا يې ډېره ښه نه ده، خو ډاکټران وايي، چې کوم جدي خطر ورته نشته.

اوس تازه د حلیمه سیسي ۳۵ کلن خاوند هم رسنیو کې راښکاره شوی دی او د ۹ اولادونو ورکړه يې  خدای له خوا ډالۍ ګڼلې ده. هغه له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ويلي دي، چې هغه ته ډاکټرانو ویلي و چې ۷ اولادونه به یې زېږي، خو اوس يې دوه نور هم زیات شوي او ۹ اولادونه يې زېږېدلي دي، چې دا د خدای یوه ډالۍ ده.

قادر عربي وايي، چې زه د خدای شکر ادا کوم، کوم خدای چې دا ماشومان پېدا کړې دي، هماغه به يې د پالنې او ساتنې غم هم کوي. قادر عربي د مالي په پوځ کې دنده ترسره کوي، له دې مخکې هم هغه د دوه نیمو کالو یوه لور لري چې اوس هم په مالي کې ورسره ده.

قادر عربي وايي، چې د کورونا له امله د سفري بندېزونو له وجې اوس هغه ژر مراکش ته نه شي تللی، خو د حالاتو ښه کېدو سره سم به هغه مراکش ته لاړ شي او هلته به خپل ۹ اولادونه وګوري. هغه وویل چې د خپلې مېرمنې سره په اړیکه کې دی، چې د مېرمنې او اولادونو روغتیا يې ورځ تر بلې ښه کېږي.

نوموړی وايي، چې په ۲۰۱۷ کال کې يې واده کړی و او د واده یو کال وروسته يې لور زېږېدلې وه، چې هغه اوس دوه نیم کاله عمر لري.

دا هم ولولئ

سلیکا جیل څه شی دی او ګټې یې څه دي؟

د درملو په ډېرو بوتلونو کې یو کوچني غوندې پاکټ هم ایښودل شوي او لارښوونه …