کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / روسیه لومړنی هېواد دی چې په فضا کې فلم جوړوي
روسۍ اداکاره

روسیه لومړنی هېواد دی چې په فضا کې فلم جوړوي

امریکا او روسیې ترمنځ د فضا په اړه له ډېر وخت راهیسې  مسابقه روانه ده چې څوک به کوم کار مخکې ترسره کوي، اوس تازه روسیې اعلان کړی دی، چې هغوی یو فلمي هنرمنده او یو فلم جوړونکی نړیوال فضايي سټېشن ته لېږي، تر څو هلته لومړنی فلم ثبت کړي.

د روسيې له خوا به دا فلمي هنرمنده او فلم جوړونکی د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په پنځمه نېټه ولېږل شي. خوندوره خبره دا ده چې د هالي ووډ مشهور اداکار ټام کروز او فلم جوړونکی ډوف لیمن هم نړیوال فضايي سټېشن ته د فلم د ثبت لپاره ځي، خو تراوسه پورې د دوی دقیقه نېټه نه ده اعلان شوې.

یعنې له امریکا څخه به د روسيې هنرمنده او فلم جوړونکی مخکې فضا ته لاړ شي او د نړۍ لومړنی هېواد به شي، چې په فضا کې به فلم ثبت کړي.

د روسیې فضايي ادارې د دې لپاره څه وخت مخکې اعلان کړی و او ځینې شرایط يې هم ایښي و، خو اوس دې ته چمتو شوی دی چې ۳۶ کلنه اداکاره جولیا پرسیلډ او ۳۷ کلن فلم جوړونکی کلم شپینکو فضايي هډې ته ولېږي.

دې دواړو ته به له تګ مخکې ځانګړي ټرېننګوه ورکړل شي او له  دې ځای نه به د روسيې یو ستر ټلویزیون هم دوی سره مرسته کوي. په فضا کې دا کیسه د روسيې د فضايي کارونو په اړه لیکل شوې ده، تر څو په ټوله نړۍ کې دوی لا ډېر شهرت ترلاسه کړي.

دا هم ولولئ

د اندراید د زوړ ویرژن استعمالونکې دې خبردار اوسي

که چېرته د اندراید ځیرک موبایل لرونکې د سپتمبر له ۲۷مې وړاندې د اندراید ویرژن …