کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ملاله یوسفزۍ د امریکا په مشهور سریال کې کار کوي
ملاله یوسفزۍ

ملاله یوسفزۍ د امریکا په مشهور سریال کې کار کوي

د نوبیل جایزه کم عمره ګټونکې ملاله یوسفزۍ د امریکا په مشهور سریال (فرینډز) په راتلونکې برخه (ري یونین) کې راښکاره کېږي، چې دا به د مۍ په ۲۷مه نېټه خپره شي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، د فرینډز سریال دې نوې برخې ته مینه والو ډېر انتظار کړی دی، ځکه چې د کورونا له وجې د دې ثبت یو  کال لپاره ځنډېدلی دی و، خو اوس ښه خبره دا ده چې د مۍ په ۲۷مه نېټه دا نشرېږي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې په دې سریال کې مشهور سندرغاړی جسټن بیبر او لیډي ګاګا هم کار کوي. همدا راز د برېتانوي لوبغاړي ډيوډ بیکم، د ګېم اف ترونز اداکار کټ هیرنګټن او ملالې یوسفزۍ په ګډون ۱۵ مشهور خلک به هم پکې کوچني کوچني کردارونه ولوبوي.

دا سریال چې (فرینډ دي ري یونین) نوم ورته ورکړل شوی دی، په ۱۹۹۰ کال کې يې پيل شوی و، چې په خلکو کې ډېر مشهور شوی او بیا په ۲۰۰۴ کال کې دا بند شو.

تېره ورځ اېچ بي او مېکس د دې سریال یوه کوچنۍ ویډیو هم په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړې ده، چې خلکو ته يې د دې سریال د بیا نشر په اړه معلومات ورکړي دي.

دا هم ولولئ

رویا رحماني: نه غواړم بېرته افغانستان ته لاړه شم او ژوند مې په خطر کې واچوم

رویا رحماني، چې پخوا یې په امریکا کې د افغانستان لپاره د سفارت دنده په …