کورپاڼه / تجارتي ليګونه / وهاب ریاض: ای پي ایل د نړۍ غوره لیګ دی، پي ایس ایل ورسره د پرتلنې وړ نه دی
وهاب ریاض

وهاب ریاض: ای پي ایل د نړۍ غوره لیګ دی، پي ایس ایل ورسره د پرتلنې وړ نه دی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی وهاب ریاض وايي، چې هند تجارتي لیګ (ای پي ایل) د نړۍ غوره لیګ دی، د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) ورسره د پرتلنې وړ نه دی.

د انسایډ سپورټ وېبپاڼې د راپور په وېنا، وهاب ریاض په خپله یوه مرکه کې وویل، چې ای پي ایل هغه لیګ دی چې د نړۍ ټول غوره لوبغاړي پکې لوبېږي.

هغه زیاته کړه، ای پي ایل د پي ایس ایل سره پرتلنه کول نه دي پکار، ای پي ایل د یو بل لیول لیګ دی، که تاسې د دوی کارونو ته وګورئ، د دوی د کارونو ډول، ژمنو، بولۍ او هر څه ته پام وکړئ، نو یقیني خبره ده چې دا د نړۍ تر ټولو غوره لیګ دی، نو له دې سره د نړۍ بل هېڅ لیګ هم د پرتلنې وړ نه دی.

وهاب ریاض په خپلو خبرو کې زیاته کړه، خو که چېرته د ای پي ایل وروسته د کوم لیګ خبره کېږي، نو یقیني خبره ده چې هغه د پاکستان سوپر لیګ دی او پاکستان دا ثابته کړې ده.

په راپور کې ویل شوي دي، چې وهاب ریاض دا خبرو د کرکټ پاکستان یوټیوب چېنل سره په یوه ویډیويي مرکه کې کړې دي. نوموړي ويلي دي، چې د ای پي ایل تر ټولو ستره ځانګړتیا دا ده، چې د نړۍ تر ټولو ستر لوبغاړي په دې لیګ کې لوبېږي.

خو په ورته وخت کې بیا وهاب ریاض د پاکستان سوپر لیګ د بالنګ ستاینه کړې ده او ويلي يې دي، چې په پي ايس ایل کې تر ټولو غوره بالنګ ترسره کېږي او همدا لامل دی چې کومه لوبډله پکې ستر هدف هم نه شي ټاکلی.

دا هم ولولئ

ګلشن ګروور او مهیندر سینګ دهوني

ګلشن ګروور مهیندر سینګ دهوني ته: زموږ په کارونو کې لغته مه وهه

د هندي سینما مشهور اداکار چې په فلمونو کې زیات وخت د بدمعاش کردار لوبوي، …