کورپاڼه / جالب / ((د اختر ټال يې هر سړی دې زنګوینه…)) د محمد شهزاد دا ټېلنټ به مو نه وي لیدلی
محمد شهزاد

((د اختر ټال يې هر سړی دې زنګوینه…)) د محمد شهزاد دا ټېلنټ به مو نه وي لیدلی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکی او ویکټ ساتونکی محمد شهزاد نه یوازې دا چې د ملي لوبډلې لپاره ډېرې ښې لوبې ترسره کړې دي، بلکې هغه له دې پرته نور هم ډېر استعدادونه لري، چې وخت نا وخت يې په ټولنیزو رسنیو کې دا استعدادونه راښکاره کېږي.

تازه د محمد شهزاد یوه ویډیو به ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، په دې ویډیو کې کریم صادق هم له هغه سره ده او د یو خصوصي ټلویزیون (لمر) په یو خپرونه کې مېلمانه دي.

د اختر په دې خپرونه کې محمد شهزاد د موسیقۍ سره ټپې هم زمزمه کوي، چې شیری هم ورسره په دې ټپو کې شریک دی او دواړه په ګډه د موسیقۍ سره دا ټپې وايي.

محمد شهزاد لومړۍ ټپه دا ووايي: ((ما ویل یوازې زما یار يې + د اختر ټال یې هر سړی دې زنګوینه)) او بله ټپه بیا کریم صادق ته څه داسې ووايي: ((کریم صادق ته داسې وایه + چې شهزاد خان دې په مصرعو کې یادوینه)).

د یادولو وړ ده چې په نړیوال کرکټ کې هم د محمد شهزاد له ویسټ انډیزي کرکټر کریس ګیل سره د نڅا ډېرې ویډیوګانې خپرې شوې دي، همدا راز په دې وروستیو کې په خوست کې د یوې لوبې پر مهال په لوبغالي کې هم د محمد شهزاد د نڅا ویډیو خپره شوې وه.

دا هم ولولئ

د ناوې کلي ته په نږدې کېدو د واده هلک تښتېدلی

په هند د خوښۍ پروګرام هغه وخت په غم بدل شو، کله چې د واده …