کورپاڼه / سياست او روانې چارې / په سمنګان کې يو مړی ژوندی شوی دی
سمنګان

په سمنګان کې يو مړی ژوندی شوی دی

په سمنګان ولایت کې په یو روغتون کې هغه وخت یو مړی ژوندی شوی دی، چې کله يې ډاکټرانو د مړینې اعلان وکړ او په یخچال کې يې کېښود، خو هغه وروسته بېرته ښورېدلی دی، چې ژوندی و.

د ملت غږ راډیو د یو راپور په وېنا، د ډاکټر اکرام الدین په روغتون د ډاکټر عظیم سهاک په نوم ډاکټر د یوه ژوندي ناروغ زنه تړلې وه او یخچال ته يې انتقال کړی و.

په راپور کې زیاته شوې، د همدې ناروغ کس خپلوان ورته ويلي دي، چې ناروغ د معدې ناروغي لرله، خو دغه ډاکټر له کتنې وروسته ورته وویل، چې ناروغ مو مړ شوی دی.

د ملت غږ راډیو په راپور کې د یاد سړي د یو خپلوان له خولې لیکل شوي دي، کله چې یاد کس په یخچال کې ځای په ځای شوی دی، نو شل دقیقې وروسته مړی ښورېدلی او دوی پرې خبر شوي دي چې هغه مړ نه بلکې ژوندی دی.

ملت غږ راډیو

په راپور کې دا هم ویل شوي دي چې د ناروغ د خپلوانو او د روغتون د مسوولینو ترمنځ دا هر څه په جنجال اوښتي دي، خو له ډاکټر سره څه شوي دي، په دې اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

د یادونې وړ ده چې دا ډول پېښې له دې مخکې هم د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې ترسره شوې دي.

دا هم ولولئ

خوزستان

ایرانیان تندې اخیستي، د حکومت پر ضد یې احتجاجونه لا پراخ شوي

د ایران په خوزستان کې د لسو ډېرو ښارونو کې خلک د حکومت پر ضد …