کورپاڼه / جالب / د درې سترګو لرونکی خوسکی
خوسکی

د درې سترګو لرونکی خوسکی

په برېتانیه کې يو داسې خوسکی پېدا شوی دی، چې ۳ سترګې لري او خلک يې ډېر حېرانه کړي دي. ویل کېږي چې دا د نړۍ لومړنی خوسکی دی چې درې سترګې لري.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، د برېتانیه په ویلس سیمه کې د ځناورو ډاکټر مالین هیوس د ځناورو یو فارم هاوس ته تللی و، چې هلته يې دا درې سترګې لرونکی خوسکی لیدلی او عکسونه يې په ټویټر کې خپاره کړي دي.

په راپور کې زیاته شوې ده، چې د دې خوسکي عمر ۴ میاشتې دی، چې له روغتیا څخه برخمن دی، خو تراوسه پورې دا نه ده معلومه چې په دریمه سترګه باندې څه شی لیدلی شي او که نه.

د ډاکټر مالن هیوس په وېنا، چې هغه په خپل ژوند کې په لومړي ځل کوم داسې څاروی لیدلی دی، چې درې سترګې لري او دا د هغه لپاره ډېره جالبه ده.

نوموړی په خپلو خبرو کې وايي، چې د هغه دا سترګه خو هسې روغه ښکاري، خو د دې له سترګې نه یو ډول مواد خارجېږي، نو دا اوس معلومول ممکن نه دي چې د ده په دې سترګه کې دننه څه روان دي.

دا هم ولولئ

په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

د هند په اترپردیش ایالت کې یو لس (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي د …