کورپاڼه / هنر او کلتور / جيکي شروف د دیشا پټاني په لباس کې، ((زما خو درباندې زړه وسوځېده))
سلمان خان او جیکي شروف

جيکي شروف د دیشا پټاني په لباس کې، ((زما خو درباندې زړه وسوځېده))

د بالي ووډ فلمونو مشهور او مشر اداکار جیکي شروف په نوي فلم کې یوه داسې صحنه ثبت کړې ده، چې د دغه صحنې له خپرېدو وروسته پرې په ټولنیزو رسنیو کې جالبې تبصرې شوې دي.

جیکي شروف د سلمان خان او دیشا پټاني په نوي فلم (رادهی) کې کار کړی دی، چې دا فلم دوه ورځې وړاندې په سینماګانو او انلاین وېبپاڼه کې خپور شوی دی.

د دې فلم یوه کوچنۍ صحنه په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده، چې سلمان خان پکې له دیشا پټاني سره نڅا کوي، خو دیشا پټاني په جیکي شروف بدلېږي او د هم هغې په لباس کې ښکاره کېږي.

په دې فلم کې جیکي شروف د دیشا پټاني د ورور او د سلمان خان د رییس کردار ادا کړی دی، دغه صحنه په یو کلب کې اخیستل شوې ده، چې سلمان خان د جیکي په فکر کې وي، چې د دیشا په څېره کې ورته هغه ښکاره کېږي.

خو د دیشا پټاني په کالیو کې د جیکي شروف د دې صحنې له خپرېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې په هغه ډېرې جالبې تبصرې شوې دي. یو کس د هغه په اړه لیکلي دي، چې په دې عمر په دې ډول لیدلو سره مې درباندې زړه وسوځېده.

همدا راز په ټویټر کې په دې اړه لسګونه ټویټونه شوي دي، خو په دې عمر کې يې هغه په داسې کالیو په اغوستلو باندې نقد کړی دی، ځینو خلکو بیا ټایګر شروف ته دلاسه ورکړې ده.

دا هم ولولئ

ګودر ځاځی

ګودر ځاځی: ډیرو جهادیانو، ملایانو، زاهدانو څخه خپل وجدان ته ارام او هوسا یم

د هېواد ځوان او مشهور سندرغاړی ګودر ځاځی وايي، چې هغه له ډیرو جهادیانو، ملایانو، …