کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د ولي خان کونډه او د عوامي نېشنل ګوند پخوانۍ مشره بېګم نسیم ولي خان مړه شوه
بېګم نسیم ولي خان

د ولي خان کونډه او د عوامي نېشنل ګوند پخوانۍ مشره بېګم نسیم ولي خان مړه شوه

په پښتونخوا کې د پښتون سیاست په برخه کې تر ټولو مېړانه پښتنه مېرمن بېګم نسیم ولي خان نن خپل روح حق ته سپارلی دی او په چارسده کې به نن له جنازې وروسته خاورو ته وسپارل شي.

د ارواښادې بېګم نسیم ولي خان د مړینې خبر عوامي نېشنل ګوند (اې اېن پي)، اېمل ولي خان او نورو په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی دی.

بېګم نسيم ولي خان د پښتون سیاستوال ارواښاد خان عبدالولي خان مېرمن وه او د عوامي نېشنل ګوند (اې اېن پي) مشره هم پاتې شوې وه، چې په سیاست کې يې پراخه ونډه اخیستې وه.

د ارواښادې بېګم نسیم ولي خان جنازه نن ماښام شپږ بجې د چارسدې په ولي باغ کې ترسره کېږي او له هغه وروسته به په چارسده کې خاورو ته وسپارل شي.

نسیم ولي خان په ۱۹۳۳ کال کې زېږېدلې وه، په ۱۹۵۴ کال کې خان عبدالولي خان سره واده وشو، په ۱۹۷۷ کال کې هغه د پښتونخوا لومړنۍ ښځه وه چې اسمبلۍ ته کامیابه شوه. هغه د سنګین ولي خان مور وه او د اسفندیار ولي خان میره وه.

دا هم ولولئ

د فرانسې له ولسمشر څخه د یوې ماشومې پوښتنه؛ له څپېړې خوړلو وروسته څه احساس کوې؟

د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون چې د یو ښوونځي لېدو ته تللی و، هلته د …