کورپاڼه / هنر او کلتور / د سلمان خان اخطار، که (رادهی) فلم غېر قانوني وګورئ، نو…
سلمان خان

د سلمان خان اخطار، که (رادهی) فلم غېر قانوني وګورئ، نو…

د هندي سینما مخکښ هنرمند سلمان خان د خپل نوي فلم (رادهی)، چې د مۍ په ۱۳مه نېټه خپور شوی دی، په اړه يې یو پېغام خپور کړی دی او لیکلي يې دي، چې دا فلم په انټرنېټ کې ځينې غېر قانوني وېبپاڼو خپور کړی دی، چې کتل يې جرم دی.

سلمان خان په ټویټر وېبپاڼه کې يو پېغام خپور کړی دی، چې سایبري امنیت د دغه غېر قانوني وېبپاڼو پر ضد ګامونه پورته کوي، خو که تاسې دا فلم غېر قانوني ګورئ، نو ستاسې پر وړاندې به هم قانوني ګامونه پورته شي.

نوموړی په خپل پېغام کې لیکي، چې دا فلم په ۲۴۹ هندي روپۍ په انلاین بڼه کتلی شئ، نو کوشش وکړئ چې د قانون څخه سرغړونه ونکړئ، ځکه مشکلاتو سره به مخ شئ.


د یادولو وړ ده چې سلمان خان د خپل فلم د نندارې ته وړاندې کېدو نه یوه ورځ وروسته ویلي و، چې د یو فلم جوړولو باندې ډېره خواري او مصارف کېږي، نو دا فلم یا هم په سینما او یا هم په سمه وېبپاڼه کې وګورئ.

د یادولو وړ ده چې د سلمان خان دا فلم له خپرېدو څو ساعته وروسته په غېر قانوني وېبپاڼو کې خپور شوی دی، چې سلمان خان هڅه کوي، چې اوس يې مخه ونیسي.

د سلمان خان دا فلم د هند په ګډون په یو شمېر بهرنیو هېوادونو کې هم په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شوی دی او همدا راز په انلاین بڼه هم خپور شوی دی، چې په لومړۍ ورځ په وېبپاڼه کې ۴.۲ میلیونه کسانو کتلی و او له امله يې وېبپاڼې کار هم پرېښی و.

دا هم ولولئ

راکیش اوم پرکاش: کله چې مې د فلم کېسه امیتاب بچن ته ورکوله نو لاسونه مې لړزېدل

د بالیووډ فلمونو مخکښ فلم جوړونکی راکیش اوم پرکاش وایي کله مې چې د (عکس) …