کورپاڼه / خبرونه / په فرهان یوسفزي او کرکټ بورډ عریضه، یوسفزی له برېتانيې نه دوبۍ ته کډه شوی
فرهان يوسفزى

په فرهان یوسفزي او کرکټ بورډ عریضه، یوسفزی له برېتانيې نه دوبۍ ته کډه شوی

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان یوسفزی له برېتانیې نه دوبۍ ته کډه شوی دی او لامل يې دا ښودل شوی، چې هلته پر نوموړي او کرکټ بورډ په یوه محکمه کې عریضه شوې ده.

د معلوماتو له مخې، خپلواک وېبپاڼې ته یوې نږدې سرچینې ويلي دي، چې فرهان یوسفزی له برېتانيې نه دوبۍ ته کډه شوی دی، ځکه چې د افغانستان غوره لیګ قرارداد يې له یو شرکت څخه په ناقانونه توګه اخیستی او له ملي ټلویزیون سره يې کړی دی، نو له دې امله پر نوموړي عریضه شوې ده.

د برېتانيې په یوه محکمه کې د فرهان یوسفزي او کرکټ بورډ پر ضد عریضه شوې ده او مخکې تر دې چې محکمه د هغه پر ضد پرېکړه اعلان کړي، نوموړی له برېتانيې څخه دوبۍ ته کډه شوی دی.

یاده سرچینه وايي، چې فرهان یوسفزي او پخواني اجراییوي رييس رحمت الله قریشي د افغانستان غوره لیګ قرارداد په غېر قانوني ډول له پخواني شرکت سره ختم کړی او له ملي ټلویزیون سره يې کړی، چې په دې اړه يې هېڅ جزییات هم له رسنیو سره نه دي شریک کړي.

خو د ملي ټلویزیون سره شوی دغه قرارداد هم ختم شوی او له یوې داسې هندي کمپنۍ سره په پټه د افغانستان غوره لیګ قرارداد شوی دی، چې جعلي ښکاري او د دې قرارداد معلومات یوازې فرهان یوسفزي، پخواني اجراییه رییس رحمت الله قریشي او اوسني اجراییه رییس حامد شینواري ته دي.

د افغانستان غوره لیګ قرارداد د یوه هندي شرکت سنیکسر سره شوی و، چې کله فرهان یوسفزی د کرکټ بورډ عمومي رییس وټاکل شو، نو نوموړي په یاد شرکت د غلا تور پورې او دا قرارداد يې غېر قانوني ختم کړ، چې له امله يې تراوسه پورې د دغه لیګ دویم پړاو نه دی ترسره شوی او سنیکسر شرکت بیا د برېتانيې په محکمه کې عریضه کړې، چې که د کرکټ بورډ پر ضد دا پرېکړه اعلان شوه، نو له ستر تاوان سره به مخ شي.

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان ۳ لوبغاړي وسوځول، خو لوبډله یې بریالۍ نه شوه

راشد خان نن د انګلستان په دي هنډریډ سیالیو کې ښه توپ اچونه ترسره کړه …