کورپاڼه / خبرونه / احمد ولي هوتک: مافیا زما د بدنامولو او د افغانستان د ویاړونو د کمرنګه کولو په لټه کې ده
احمد ولي هوتک

احمد ولي هوتک: مافیا زما د بدنامولو او د افغانستان د ویاړونو د کمرنګه کولو په لټه کې ده

د افغانستان د ازادو سیالیو اتل احمد ولي هوتک وايي، چې د هغه پر ضد مافیا لګېدلې ده او د هغه د بدنامولو او د افغانستان د ویاړونو د کمرنګه کولو هڅه کوي.

احمد ولي هوتک دوه ورځې وړاندې د اذربایجاني سیال سره سیالي وکړه او هغه ته يې ماتې ورکړه، چې له هغه وروسته پر نوموړي ځينو خلکو نیوکې هم وکړې او وې ويل، چې هغه جعلي ورزشکار و.

اوس احمد ولي هوتک په خپل یو بل پوسټ کې د یوې ویډیو لینک هم خپور کړی دی او لیکلي يې دي: ((په دې ویډیو کې د سیالۍ ټول اړخونه په وضاحت ښکاري، تاسې به خپله وګورئ چې یوې سختې سیالۍ وروسته دسیسه ګر زما په حق کې څه ډول ظالمانه قضاوت کوي.))

هغه زیاتوي: ((اما له نېکمرغه دا ځل د دوی توطیه او منافقت افشا شو او دوی په دې کار سره وښودله چې د مودو راهیسې په مافیايي ډول زما د بدنامولو او د افغانستان د ویاړونو د کمرنګه کولو په لټه کې دي.))

احمد ولي هوتک همدا راز لیکي: له نېکمرغه دا ځل د دوی منافقت مستند او ولس پرې پوه شو. لوبڅار تر پایه په عادي ډول مخکې ځي، خو په پای کې په عجولانه شکل یو غیر منصفانه او درواغجنه ادعا کوي چې له نېکمرغه دا دسیسه يې د ولس پر وړاندې شنډېږي.))

دا هم ولولئ

اسدالله خان

اسدالله خان: په سلیکشن کې د غېر مسلکي کسانو د لاسوهنو له امله مې استعفا ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان وايي، چې په کرکټ بورډ …