کورپاڼه / خبرونه / بوینشور کمار په هغه تور پورې کوونکي ته ځواب ورکړ
بوینشور کمار

بوینشور کمار په هغه تور پورې کوونکي ته ځواب ورکړ

د هند کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي بوینشور کمار هغه کس ته ځواب ورکړ، چې د هغه په اړه يې لیکنه کړې وه او د ټېسټ لوبو د نه کولو تور يې پرې پورې کړی و.

بوینشور کمار په ټویټر اکاونټ کې یو ټویټ کې لیکلي دي، چې د هغه په اړه یو کالم لیکل شوی دی او ویل شوي دي چې پکې زه ټېسټ لوبو کې لوبېدل نه غواړم.

نوموړی په خپل ټویټ کې مخکې لیکي، زه هر وخت د درې واړه بڼو لپاره ځان تیاروم، نو له تاسې نه مې خواست دی، چې له ځانه خبرې مه لیکئ.


۳۱ کلن بوینشور کمار د هند لپاره ۲۱ ټېسټ لوبې ترسره کړې دي، چې ۶۳ ویکټې يې ترلاسه کړي دي، په یوه لوبه کې يې د ۹۶ منډو په بدل کې ۸ لوبغاړي هم سوځولي دي.

د یادولو وړ ده چې تر نوموړي مخکې د پاکستان چټک توپ اچونکي محمد عامر باندې هم د پاکستان مشر روزونکي وقار یونس د ټېسټ لوبو نه کولو تور پورې کړی و.

وروسته د دوی ترمنځ شخړې زیاتې شوې او محمد عامر بیا په دې وروستیو کې له هر ډول کرکټ نه استعفا ورکړه، چې اوس يې په انګلستان کې د تابعیت غوښتنه کړې ده.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …