کورپاڼه / هنر او کلتور / کیټي پیري: د انټرنېټ د ژوند نه اصل ژوند بیل کړئ
کیټي پیري

کیټي پیري: د انټرنېټ د ژوند نه اصل ژوند بیل کړئ

د امریکا مشهوره سندرغاړې کیټي پیري وايي، چې زه په ژوند کې ډېر ځل رالوېدلې او پاڅېدلې یم، ډېرې تېروتنې مې کړې دي، خو زه پرې پښېمانه نه یم، ځکه همدې هر څه نه مې زده کړه کړې ده.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، کیټي پیري ځوانانو ته په خپل پېغام کې وویل، چې په انټرنېټ تبصرې مه لولئ او د انټرنېټ د ژوند نه مو اصل ژوند بیلول زده کړئ.

۳۶ کلنه سندرغاړې وايي، چې هلکان تر ۳۵ کلنۍ پورې پوره پوهه نه لري، نو ښې پرېکړې هم نه شي کولای. هغه وايي چې زه فکر کوم مخکې ټول عمر د رښتینې مینې په لټه کې وم.

د یادولو وړ ده چې کیټي پیري په ۲۰۰۱ کال کې د موسیقۍ نړۍ ته مخه کړې ده، هغه د سندرو ویلو ترڅنګ اداکاري هم کوي او ډېرې مشهورې سندرې يې ويلي دي.

نوموړې په ۲۰۱۰ کال کې د رسل برانډ سره واده کړی و چې په ۲۰۱۲ کال کې يې ترې طلاق واخیست او اوس له ۲۰۱۶ کال راهیسې د اورلانډو بلوم سره اړیکې لري.

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …