کورپاڼه / خبرونه / وریندر سهواګ: راشد خان د اوسني عصر تر ټولو غوره سپينر بالر دی
راشد خان او وریندر سهواګ

وریندر سهواګ: راشد خان د اوسني عصر تر ټولو غوره سپينر بالر دی

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی مخکښ توپوهونکی وریندر سهواګ وايي د راشد خان په اړه وايي، چې هغه په اوسني عصر کې د شل اوریزو لوبو تر ټولو غوره سپينر بالر دی.

راشد خان چې د ملي لوبډلې تر څنګ د نړۍ په ټولو سترو تجارتي لیګونو کې لوبېږي او هر لیګ کې هغه خپل نوم ځلولی او ډېره ښه توپ اچونه يې ترسره کړې ده، د هر هېواد کرکټران يې ستاینې کوي.

اوس تازه د راشد خان په اړه پخوانی هندی کرکټر وریندر سهواګ وايي: ((راشد خان د اوسني عصر د شل اوریزو لوبو تر ټولو غوره سپینر بالر دی.))

د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالۍ چې په نیمايي کې ځنډېدلي دي، که څه هم سنرایزرز حېدراباد ښه ونه ځلېدله، خو راشد خان پکې ښه توپ اچونه ترسره کړه او هر کمنټېټر یا کرکټر چې د ای پي ایل غوره لوبډله انتخابوي، نو راشد خان هم پکې حتماً شامل وي.

د یادولو وړ ده چې راشد خان د ای سي سي له خوا د تېرې لسیزې د نړیوالو شل اوریزو لوبو غوره لوبغاړی هم اعلان شوی و او همدا راز د شل اوریزو لوبو د لسیزې په غوره لوبډله کې هم شامل و.

دا هم ولولئ

په مصر کې ترټولو غټ او درې زره کاله پخوانی ښار موندل شوی

د مصر لرغون پېژندونکو ددې هیواد له پایتخت قاهرې څخه لېرې درې زره کاله پخوانی …