کورپاڼه / خبرونه / د سریلانکا ملي لوبډله بنګله دېش ته ورسېده
بنګله دېش او سریلانکا

د سریلانکا ملي لوبډله بنګله دېش ته ورسېده

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډله د بنګله دېش سره د نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کولو لپاره نن سهار بنګله دېش ته رسېدلې ده، چې هلته به د څو ورځو لپاره کرنټین شي.

د بنګله دېش کرکټ بورډ په ټویټر کې د سریلانکا ملي لوبډلې د ورتګ په اړه خبر هم خپور کړی او د هغوی د عکسونو خپرولو سره يې ورته هرکلی ویلی دی.

د بنګله دېشي رسنیو د راپورونو په وېنا، د سریلانکا کرکټ ملي لوبډله به په بنګله دېش کې د ۳ ورځو لپاره کرنټین وي او له هغه وروسته به بیا خپلو تمریناتو ته دوام ورکړي.

د سریلانکا او بنګله دېش ترمنځ به د ۳ نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره شي، چې د مۍ په ۲۳مه، ۲۵مه او ۲۸مه نېټو به دا سیالۍ ترسره شي.

د يادولو وړ ده چې سریلانکا او بنګله دېش تراوسه پورې ۴۸ نړیوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي، چې ۳۹ لوبې سریلانکا، ۷ لوبې بنګله دېش ګټلي دي او ۲ لوبې بې پایلې پای ته رسېدلي دي.

دا هم ولولئ

عزیزالله فضلي بیا د کرکټ بورډ عمومي رییس ټاکل کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ مخکینی رییس عزیزالله فضلي یو ځل بیا کرکټ بورډ ته د …