کورپاڼه / خبرونه / راشد خان اسټرالیايي لوبغاړي مېټ رینشا ته مبارکي ورکړه
راشد خان

راشد خان اسټرالیايي لوبغاړي مېټ رینشا ته مبارکي ورکړه

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې ځوان توپوهونکي مېټ رینشا واده کړی دی، چې د نورو خلکو ترڅنګ مخکښ افغان لوبغاړي راشد خان هم د واده مبارکي ورکړې ده.

۲۵ کلن مېټ رینشا چې د اسټرالیا ملي لوبډلې توپوهونکی دی او په بیګ باش کې هم د راشد خان سره یو ځای په اډیلیډ سټرایکرز لوبډله کې لوبېږي، تېره میاشت يې واده کړی دی.

مېټ رینشا له جوسي سره د تېرې میاشتې په ۱۴مه نېټه واده کړی دی، خو پرون يې د خپل واده په اړه په ټولنیزو رسنیو کې پوسټونه کړي او خلک يې ترې خبر کړي دي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Matt Renshaw (@mattrenshaw449)


په انسټاګرام کې چې نوموړي کوم عکسونه خپاره کړي دي، هغې ته راشد خان هم کمنټ کړی دی او مېټ رینشا ته يې د واده مبارکي ورکړې ده، همدا راز په انسټاګرام کې يې په خپله سټوري کې د دواړو یو عکس هم خپور کړی دی او مبارکي يې ورته لیکلې ده.

مېټ رینشا او راشد خان سټوري

د یادولو وړ ده چې مېټ رینشا د اسټرالیا لپاره ۱۱ ټېسټ لوبې ترسره کړې دي، چې ۶۳۶ منډې يې کړې دي، ۱ سلیزه او ۳ پنځوسیزې يې هم وهلي دي.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …