کورپاڼه / هنر او کلتور / اریانا سعید: موږ ټول د سولې او انساني ژوند غوښتونکي یو
اریانا سعید

اریانا سعید: موږ ټول د سولې او انساني ژوند غوښتونکي یو

د هېواد مشهوره سندرغاړې اریانا سعید د خپل هغه کنسرټ په اړه، چې په کابل کې ترسره شوی وايي، چې دا یوازې یو کنسرټ نه و، بلکې د هنرمندانو او یو ملت پاڅون و.

اریانا سعید په ټولنیزو رسنیو کې د یاد کنسرټ یو شمېر عکسونه خپاره کړي دي، چې د هغې د مینه والو له خوا يې دغه عکسونه خوښ کړای شوي دي.

نوموړې په انسټاګرام کې له دې عکسونو سره لیکلي دي: ((دا یوازې یو کنسرټ نه و، بلکې دا د جهل، تیارې، زور، وحشت او دهشت پر وړاندې د هنرمندانو او د یوه ملت پاڅون و.))

هغه په خپل پوسټ کې زیاتوي: ((د کابل په زړه کې، په سرینا هوټل کې، د ملي ټلویزیون له لوري په خپرې شوې ژوندۍ خپرونه کې زموږ هنرمندانو او سندرغاړو دا وښوده، چې موږ ټول د سولې او د یوه انساني ژوند غوښتونکي يو او اوسو به.))

اریانا سعید په دې پوسټ کې د خپل ژوند ملګري او د هغه هنري شرکت څخه هم مننه کړې ده، چې دا کنسرټ يې راجوړ کړی و، هغه وايي: ((اوسنی نسل، پخوانی نسل نه دی او موږ تېر ته بېرته نه ګرځو. موږ یو او تل به اوسو.))


د اریانا سعید دا عکسونه په فېسبوکپاڼه کې څه کم ۹ زره کسانو لایک کړي دي او ۱۴۰۰ څخه زیاتو کسانو پرې تبصرې کړې دي، او په انسټاګرام کې هم بیا ۱۳ زره څخه زیاتو کسانو لایک کړی دی.

دا هم ولولئ

ګودر ځاځی

ګودر ځاځی: ډیرو جهادیانو، ملایانو، زاهدانو څخه خپل وجدان ته ارام او هوسا یم

د هېواد ځوان او مشهور سندرغاړی ګودر ځاځی وايي، چې هغه له ډیرو جهادیانو، ملایانو، …