کورپاڼه / خبرونه / د برېتانيې تابعیت او ای پي ایل کې د لوبېدو هیلې ته د محمد عامر غبرګون
محمد عامر

د برېتانيې تابعیت او ای پي ایل کې د لوبېدو هیلې ته د محمد عامر غبرګون

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچونکی محمد عامر، چې له خپلې ټولې کورنۍ سره یو ځای برېتانيې ته تللی دی او هلته يې د تابعیت غوښتنه کړې ده، په ټولنیزو رسنیو کې پرې نیوکې پيل شوي دي.

د تابعیت غوښتنې او همدا راز د دې خبرې، چې که محمد عامر د برېتانيې تابعیت ترلاسه کړي، نو له هغه وروسته به وکولای شي چې په هند تجارتي لیګ (ای پي ایل) کې هم ولوبېږي، له معلومېدو وروسته پاکستانیانو په محمد عامر باندې سختې نیوکې کړې دي.

خو د محمد عامر مینه والو بیا د هغه ملاتړ کړی دی او د ځینو پخوانیو لوبغاړو بېلګې يې هم وړاندې کړې دي، خو د دې تر څنګ محمد عامر هم په ټویټر کې دې نیوکو ته غبرګون ښکاره کړی دی.

د شعېب جټ په نوم یو کس په ټویټر کې لیکلي دي، د محمد عامر په ای پي ایل کې د لوبېدو د امکان په اړه چې کوم کسان نیوکې کوي، هغوی ته دې وویل شي، چې اظهر محمود هم د برېتانيې پاسپورټ ترلاسه کولو وروسته ای پي ایل کې لوبې کړې وې.

دغه ټویټ محمد عامر ریټیوټ کړی دی او لیکلي يې دي: ((خلک دې پرې خوند واخلي، خلکو ته خو د عامر په اړه خبر پکار دی، داسې ښکاري چې دوی عامر پسې خپه شوي دي او دا يې مینه ده.))


د یادولو وړ ده چې محمد عامر څه وخت مخکې له نړیوال کرکټ څخه استعفا ورکړه او د پاکستان په منیجمنټ يې سختې نیوکې وکړې، همدا راز نوموړي په انګلستان کې له یوې رسنۍ سره په خپلو خبرو کې د پاکستان کرکټ بورډ باندې هم نیوکې کړې دي او د ای پي ایل لیګ ستاینه يې کړې ده.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …