کورپاڼه / ريکارډونه / پنځه توپوهونکي چې ټېسټ لوبو کې يې زیاتې سلیزې وهلي
راهول ډریویډ

پنځه توپوهونکي چې ټېسټ لوبو کې يې زیاتې سلیزې وهلي

که څه هم اوسمهال کرکټ هم ډېر چټک او تېز شوی دی، خو بیا هم ټېسټ کرکټ خپل یو ځانګړی مقام لري، ځکه چې دا د صبر لوبه ده او د کرکټ رښتینې بڼه هم د ټېسټ کرکټ لوبې دي. نن درسره د هغه توپوهونکو په اړه معلومات شریکوو، چې په ټېسټ لوبو کې يې زیاتې سلیزې وهلي دي.

۱- سچن ټنډولکر: د هند دا پخوانی مخکښ او لیجینډ توپوهونکی چې له ۱۹۸۹ راهیسې بیا تر ۲۰۱۳ کال پورې يې ټېسټ لوبې ترسره کړې دي، د سلیزو پنځوسیزه يې وهلې ده. هغه په ۲۰۰ لوبو کې ۵۱ سلیزې وهلي دي. نوموړي په ۳۲۹ پاڼیو کې ۱۵۹۲۱ منډې کړ دي او په یوه لوبه کې يې ۲۴۸ ناسوځېدلې منډې هم کړې وې. نوموړي ۶۸ نیمه سلیزې هم وهلې و.

۲- ژاک کيلس: د سویلي افریقا دا نامتو پخوانی توپوهونکی چې د ۱۹۹۵ راهیسې بیا تر ۲۰۱۳ کال پورې په ټېسټ لوبو کې لوبېدلی دی، ۱۶۶ ټېسټ لوبې يې ترسره کړي دي. نوموړي په ۲۸۰ پاڼیو کې ۱۳۲۸۹ منډې کړې دي او دویم توپوهونکی دی چې زیاتې ۴۵ سلیزې يې وهلي دي. همدا راز نوموړي ۵۸ نیمه سلیزې هم وهلي دي او یوه لوبه کې يې ۲۲۴ زیاتې منډې هم کړې دي.

۳- ریکي پونټینګ: د اسټرالیا مخکښ لوبډلمشر او توپوهونکی ریکي پونټینګ له ۱۹۹۵ څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې په ټېسټ لوبو کې لوبېدلی دی او ۱۶۸ لوبې يې کړې دي. هغه ۱۳۳۷۸ منډې کړې دي او دریم توپوهونکی دی چې ۴۱ زیاتې سلیزې يې وهلي دي. نوموړي ۶۲ نیمه سلیزې هم وهلي دي او ۲۵۷ يې زیاتې منډې دي.

۴- کمار سنګاکارا: د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی مخکښ توپوهونکی کمار سنګاکارا د ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۱۵ پورې ټېسټ لوبو کې لوبېدلی دی او ۱۳۴ لوبې يې کړې دي. هغه ۱۲۴۰۰ منډې کړې دي او ۳۸ سلیزې يې وهلي دي، چې په دې توګه څلورم توپوهونکی دی.

۵- راهول ډریویډ: د هند پخوانی لوبډلمشر او تکړه توپوهونکی راهول ډریویډ له ۱۹۹۶ څخه بیا تر ۲۰۱۲ پورې لوبېدلی او ۱۶۴ ټېسټ لوبې يې کړې دي. هغه ۱۳۲۸۸ منډې کړې دي او ۳۶ سلیزې يې وهلي دي، چې په دې توګه پنځم توپوهونکی دی چې زیاتې سلیزې يې جوړې کړې دي.

دا هم ولولئ

راشد خان ۹ جون

څلور کاله وړاندې په همدې ورځ، د راشد خان تر ټولو غوره او زبردسته توپ اچونه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان له نن څخه څلور …