کورپاڼه / جالب / آیا پیشو نهه ساه ګانې لري؟ یوه واقعه چې حیرانه به مو کړي

آیا پیشو نهه ساه ګانې لري؟ یوه واقعه چې حیرانه به مو کړي

ډېر وخت دا خبرې کېږي چې پېشو نهه ساه ګانې یا نهه ژونده لري او اوسمهال په امریکا کې یوه داسې واقعه رامنځته شوې چې په اورېدو به یې یاده ادعا درته رښتیني ښکاره شي.

د میل آنلاین د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه پېښه د امریکا د الینوایی د ښار په شکاګو کې رامنځته شوی او په یوې لوړه ودانۍ کې له اور لګېدو وروسته یوې پیشو له پنځم منزل څخه ټوپ وکړ.

د راپور له مخې ویل شوي چې پیشو په حیرانوونکې توګه بالکل روغ، رمټه وه او پر ځمکه له لوېدو وروسته سمدستي پورته شوه او حرکت یې وکړ.

ویل کېږي چې د پیشو دغه ویډیو پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې او ترڅنګ ویل شوي چې پیشو له ټوپ وهلو وروسته بالکل روغ، جوړه وه او هیڅ ځای هم نه و زخمي شوی.

په دې اړه ځایي اوسیدونکو ویلي دي چې پیشو له ټوپ وهلو وروسته اخوا دیخوا منډې وهلې او هڅه یې کوله چې بېرته ودانۍ ته ځان ورسوي.

دا هم ولولئ

هغه هیواد چې اوسیدونکو یې له ډېر غربته چرګان قرباني کړل

د لوی اختر په راتګ سره د نړۍ ټول مسلمانان سنت ابراهیمي پرځای کوي او …