کورپاڼه / خبرونه / مجیب الرحمان: له فوټبال سره مینه لرم
مجیب الرحمان

مجیب الرحمان: له فوټبال سره مینه لرم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکی مجیب الرحمان وايي، چې هغه له فوټبال سره هم مینه لري او نوموړي د فوټبال یوه ویډیو هم په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړې ده.

مجیب الرحمان چې د هند ای پي ایل له ځنډېدو وروسته بېرته هېواد ته راستون شوی، په کور کې دی. نوموړي اوس تازه په خپل انسټاګرام اکاونټ کې یوه ویډیو خپره کړې ده، چې فوټبال پکې کوي.

نوموړي له دې ویډیو سره لیکلي دي، چې زه له فوټبال سره مینه لرم، دا مهمه نه ده چې تاسې په کور کې کومه لوبه کوئ، خو خپل فیټنس ته پام وکړئ.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Mujee 88 🇦🇫 (@mujeeb_zadran)


دا ویډیو په کوم شخصي چمن کې جوړه شوې ده، خو نوموړي ورسره دا نه دي لیکلي، چې دا په کابل او که په خوست کې د هغوی کور دی.

مجیب الرحمان دا ویډیو په انسټاګرام کې ۸ ساعته مخکې  خپره کړې ده، چې دوه نیم زره کسانو لایک کړې ده او ځینو مشهورو کرکټرانو پرې کمنټونه هم کړي دي.

دا هم ولولئ

په مصر کې ترټولو غټ او درې زره کاله پخوانی ښار موندل شوی

د مصر لرغون پېژندونکو ددې هیواد له پایتخت قاهرې څخه لېرې درې زره کاله پخوانی …