کورپاڼه / هنر او کلتور / اکشی کمار د کورونا ناروغانو ته لوی ډالۍ ورکړه

اکشی کمار د کورونا ناروغانو ته لوی ډالۍ ورکړه

په هند کې د کورونا وایروس تباهي جریان لري او د بالیووډ بې شمېره اداکاران او هنرمندان په هیواد کې د کورونا په وړاندې له عامو خلکو سره اوږه په اوږه ولاړ دي.

که څه هم امیتاب بچن له یو لورې په میلونونه روپۍ مرسته وکړه، خو بل لوري ته سلمان خان هم له چا کم نه و او تقریباً پنځه زره د کورونا سره مبارزه کوونکو سره د خوراک، څښاک او نورو اړینو توکو د مرستې سره یې د فلمي صنعت له پنځه ویشت زره کار کوونکو سره مالي مرسته هم وکړه.

سونو سود بیا له وړاندې د کورونا له ناروغانو سره د درملو، اکسیجن او نورو شیان ښه مرسته وکړه او اوس یې بیا د یو کلي لپاره د خوراکي توکو وعده کړې او ویرات کوهلي او انوشکا بیا ۱۱۰ میلونه روپۍ راټولې کړي.

 

او کله چې د انساني همدردۍ یادونه کېږي نو اکشی کمار هم له چا کم نه یادېږي، اکشی کمار او ټوینکل کهنا د فلمي صنعت له نورو شخصیتونو سره څنګ کې او روغتونونو ته اکسیجن رسوي.

څو ورځې اکشي کمار او میرمنې یې وعده کړې وه نو ناروغانو سره د ۱۰۰ دانو د اکسیجن کنسنټریټر مرسته کوي، چې نن ورځ یې خپله وعده پوره کړه او اکسیجن رسونه یې پيل کړه.

دا هم ولولئ

راکیش اوم پرکاش: کله چې مې د فلم کېسه امیتاب بچن ته ورکوله نو لاسونه مې لړزېدل

د بالیووډ فلمونو مخکښ فلم جوړونکی راکیش اوم پرکاش وایي کله مې چې د (عکس) …