کورپاڼه / هنر او کلتور / د جینټ جیکسن تور جاکټ په ۶۲۵۶۲۵۰ افغانۍ لیلام شو
جینټ جیکسن

د جینټ جیکسن تور جاکټ په ۶۲۵۶۲۵۰ افغانۍ لیلام شو

د امریکا مشهورې سندرغاړې، اداکارې او نڅاګرې جینټ جیکسن چې پنځه ځل يې د ګریمي جایزې هم ګټلي دي، د هغې مشهور تور جاکټ له اندازې هم ۲۰ دومره زیاته بیه باندې لیلام شو.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، ۵۵ کلنه امریکايۍ سندرغاړې دا جاکټ په ۱۹۹۰ کال کې د جاپان د سفر پر مهال اغوستی و، چې اوس لیلامۍ ته وړاندې شوی.

د نوموړې دا تور جاکټ له تېرو درې ورځو راهیسې لیلامۍ ته وړاندې شوی و، چې د دې تر څنګ په تېرو څلورو لسیزو کې د هغې کالي او نور شیان لیلامېږي.

په راپور کې ویل شوي دي، چې د دې جاکټ په بولۍ کې د ۴ زره څخه تر ۶ زره ډالرو پورې د لیلامۍ اندازه لګول شوې وه، خو دا ډېر ګران، یعنې په ۸۱ زره او ۲۵۰ امریکايي ډالرو باندې لیلام شو، چې ۶۲۵۶۲۵۰ افغانۍ کېږي.

د يادولو وړ ده چې سندرغاړې جینټ جیکسن د خپلو سفرونو او کنسرټونو پر مهال اغوستل شوي کالي او نور شیان چې تر ۱۰۰۰ څخه زیات دي، لیلامۍ ته وړاندې کړې دي.

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …