کورپاڼه / خبرونه / اسټرالیا د ویسټ انډیز پر وړاندې سیاليو لپاره ۲۳ کسیزه لوبډله اعلان کړه
ارون فنچ

اسټرالیا د ویسټ انډیز پر وړاندې سیاليو لپاره ۲۳ کسیزه لوبډله اعلان کړه

د اسټرالیا کرکټ بورډ د ویسټ انډیز سره د راتلونکو سیالیو لپاره ۲۳ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې مارنوس لابوشین او کېمرون ګرین پکې نه دي اخیستل شوي، همدا راز تنویر سانګها او جوش پیلیپ په لوبډله کې شامل دي.

د اسټرالیا ۲۳ کسیز نوملړ: ارون فنچ (لوبډلمشر)، اشټون اګر، جېسن بیهرنډورف، الیکس کیري، پاټ کومنز، جوش هازلووډ، موسیس هینریکس، مچل مارش، ګلین میکسویل، ریلي میریډټ، جوش پیليپ، جهي ریچارډسن، کین ریچارډسن، تنویر سانګها، ډارسي شارټ، سټیو سمیت، مچل سټارک، مارکس سټوینیس، مچل سویپسون، انډري ټای، میتیو ویډ، ډیویډ وارنر او اډم زمپا.

اسټرالیا به د ویسټ انډیز په کوربه توب ۴ نړیوالې شل اوریزې او ۳ نړیوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړي، چې د جولای په ۱۱مه به پيل او د جولای تر ۲۵مې به دوام وکړي.

۴ شل اوریزې لوبې په سینټ لوسیا کې د ډېرن سمي کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې د جولای په ۱۱مه، ۱۳مه، ۱۵مه او ۱۷مه نېټه به ترسره شي.

همدا راز ۳ یو ورځنۍ لوبې بیا د بارباډوس په کینسنګټن اوول لوبغالي کې ترسره کېږي، چې د جولای په ۲۱مه، ۲۳مه او ۲۵مه نېټه به ترسره شي.

دا هم ولولئ

عزیزالله فضلي بیا د کرکټ بورډ عمومي رییس ټاکل کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ مخکینی رییس عزیزالله فضلي یو ځل بیا کرکټ بورډ ته د …