کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: کافین لرونکي توکي د اوبو د کمښت خطر نه ډېروي

څېړنه: کافین لرونکي توکي د اوبو د کمښت خطر نه ډېروي

د یوې نوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې هره ورځ سهار یوه پیاله قهوه څښل د بدن لپاره ډېرې زیاتې ګټې لري، چې ځینې یې په لاندې ډول:

د قهوې په مرسته د وزن کمولو ترڅنګ په عمومي روغتیا کې هم ښه والی راځي نو څه ډول؟ د قهوې د څښلو غوره طریقه داده چې یا دې ساده وڅښل شي او یا دې هم پکې لږ غوندې شېدې واچول شي.

– قهوه څه ډول وزن کموي؟ د لاندې سببونو پر بنسټ قهوه وزن کموي:

  • لوږه له منځه وړي: د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي هغه قهوه چې کافین لري د انسان لوږه ختموي. دغه راز دا هم ویل شوي چې له ډوډۍ خوړلو دمخه قهوه څښل لوږه کموي او ډېره کالوري سوځوي.

  • ډېره وازده اوبه کوي: قهوه د متیابولیزم او د وازدې په اوبه کولو کې ډېروالی راولي. له یوې څېړنې څخه معلومه شوې چې د کافینو استعمال بدن سموي او وازده یې کموي.

  • مایع مواد ډېروي: څېړونکو ثابته کړې چې په عام ډول کافین لرونکي مشروبات د اوبو د کمښت خطر نه ډېروي، که څه هم د متیازو په راتلو اغېزې کوي خو اوسمهال هغه مایع ده چې د اوبو کچه ډېروي.

دا هم ولولئ

سپیرکۍ او د هغې اوبه څومره ګټورې وي؟

سپیرکۍ یو ډول داسې درمل دي چې له ډېر پخوا راهیسې استعمالېږي او په ګټو …