کورپاڼه / جالب / تریوندر سنګ: کورونا هم پوره ـ پوره د ژوند حق لري

تریوندر سنګ: کورونا هم پوره ـ پوره د ژوند حق لري

په هند کې د کورونا وایروس داسې تباهي رامنځته کړې، چې له اغېزو یې هیڅوک خوندي نه دي او رامنځته شوی وضیعت ورځ تر ورځې خرابېږي، په همدې جریان کې د هند یو مشهور شخصیت داسې څرګندونې کړي چې د خلکو د حیرانۍ وړ ګرځیدلي.

دغه شخصیت ویلي چې د هر مخلوق په ډول کورونا وایروس هم د ژوند حق لري او په دې ډول څرګندونو سره یې په ناوړه وضیعت کې هم د خلکو پر شونډو مسکا خوره کړه.

د هند د (بارتیا حنتا پارټي) مشر تریوندر سنګ روات وایي چې: ((په نړۍ کې د هر ډول مخلوق په څېر کورونا هم د ژوند کولو پوره ـ پوره حق لري.))

د هند د اترکنډ د ایالت پخواني لومړي وزیر وایي چې لکه څنګه چې موږ د الله تعالی مخلوق یو، همدغسې دغه وایروس هم یو مخلوق دی خو موږ یې شا نېولې ده.

نوموړی وایي چې وایروس د خپل ځان د ساتنې لپاره خپل شکل ته بدلون ورکوي او په دې ډول یې ډېر شکلونه غوره کړي. یعنې کورونا غواړي چې ژوند وکړي او دوی د ژوند حق لري لکه څومره یې چې نور مخلوق لري.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …