کورپاڼه / جالب / هغه شخص چې سرچپه خبرې او سندرې ویلی شي+ویډیو

هغه شخص چې سرچپه خبرې او سندرې ویلی شي+ویډیو

په ځینو حالاتو کې داسې ناروغۍ چې درملنه یې نه کېږي د غیر عادي وړتیاوو سبب کېږي. په همدغسې ناروغۍ یو امریکایي شخص اخته دی، چې د آټزم یو ډول کیفیت ورته ویلی شو.

په دې ناروغۍ اخته شخص سرچپه سندرې او سرچپه خبرې کولی شي او په دې خبرو یا سندرو یې تر هغې څوک نه شي پوهیدلی ترڅو چې ویډیو سرچپه نه کړي.

دغه شخص چې له ماشومتوب څخه دغه کیفیت احساساوه، له خپلو ټولګیوال سره چېرته نه شو تللی او بیا څو کاله وروسته په دې ناروغۍ اخته شو او په دې ډول د خپلو ټولنیزو ستونزو او د سرچپه خبرو کولو له وړتیاوو خبر شو.

یاد شخص په ښوونځي کې د خلکو د ملنډو لاندې راغی او د غم د هېرولو لپاره موسیقۍ ته مخ کړه، یو ځل سندره سرچپه واورېده نو احساس یې وکړ چې سرچپه سندرې هم ویلی شي او دغه وړتیا یې دومره ډېره شوه چې سرچپه خبرې هم پیل کړې.

دی وایي چې سرچپه خبرې هم کولی شي او یو منظر هم په دماغو کې سرچپه لیدلی شي، یعنې ځان یې وپېژانده او له هنر څخه ګټه واخیسته او کله چې یې د خلکو ترمخ خبرې کوي نو خلک ورته ګوته په غاښ وي او اوس یو یوتیوب چینل هم لري.

دا هم ولولئ

په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

د هند په اترپردیش ایالت کې یو لس (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي د …