کورپاڼه / روغتيا / د یو عامو ستونزو کورنۍ نسخې یا د حل لارې چارې

د یو عامو ستونزو کورنۍ نسخې یا د حل لارې چارې

موږ هر یو په یو نه په یو ډول د ویښتانو له سپوروالی نېولې د خولې تر بدبویۍ پورې له ډېرو ستونزو سره مخ یو او ډېر وخت قیمتي شامپو او درملنه هم بې ګټې تمامېږي. خو اوسمهال ځینې حیرانوونکې طریقې په ګوته شوي.

  • د سر درد او سپوروالي لپاره: د سپرین څو دانې میده کړئ او دوه کاچوغې شامپو ور واچوئ او په ویښتانو یې ووهئ، تر لسو دقیقو یې پرېږدئ او بیا سر ووینځئ، نو له سپوروالي او سردرد څخه به مو وژغوري.

  • د خولې بدبویي: که چېرته د خولې بدبویي لرئ نو د سپیرکیو بوټی درته ګټور دي، ځکه چې په شنو سپیرکیو سره هغه بکتریا ختمېږي چې د خولې بدبویي رامنځته کوي.

  • د ایټکیو درملنه: که چېرته د ایټکیو ستونزه لرئ نو یوه یا دوه کاچوغې بوره وخورئ او په دې ایټکۍ له منځه یوسئ.

  • د غاښونو ژېړوالی: اورېدلي به مو وي چې یوه دانه مڼه وخورئ او له ډاکتر څخه ځان لېرې وساتئ. دغه راز د یوې مڼې په خوړلو سره د غاښونو ژېړوالی ختمېږي.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …