کورپاڼه / خپلواک / د اکرام او رحمت د پنځوسیزو پر مټ افغانستان ۱۹۴ منډې وکړې

د اکرام او رحمت د پنځوسیزو پر مټ افغانستان ۱۹۴ منډې وکړې

خپلواک وېبپاڼه (۶ نومبر ۲۰۱۹): د افغانستان له لوري اکرام علي خېل او رحمت شاه په زړه پورې توپوهنه ترسره چې دواړو پنځوسیزې ووهلې او افغانستان د ویسټ انډیز لوبډلې ته د ۱۹۵ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان او ویسټ انډيز ترمنځ د روانې لوبلړۍ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه نن د افغانستان په وخت ماسپښین ۱ بجه د هند د لکنو ښار په ایکانا لوبغالي کې پيل شوه.

د افغانستان د پيل توپوهنه ډېره کمزورې وه، چې د پيل توپوهونکي حضرت الله ځاځی په ۹ او جاوېد احمدي په ۵ منډو وسوځېدل، خو رحمت شاه او اکرام علي خېل ذمه واره توپوهنه ترسره کړه او دواړو پنځوسیزې ووهلې چې تر سلو زیاتې منډې ملګرتیا يې وکړه او د افغانستان منډې يې ښه هدف ته ورروانې کړې، خو اکرام علي خېل په تېروتنه خپله ویکټ له لاسه ورکړه.

د اکرام علي خېل او رحمت شاه له سوځېدو وروسته، پرته له اصغر افغان هېڅ لوبغاړي ښه توپوهنه ترسره نه کړای شوه.

افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۵.۲ اورونو کې ۱۹۴ منډې وکړې او د ویسټ انډیز لوبډلې ته يې د ۱۹۵ منډو هدف وټاکه.

رحمت شاه ۶۱، اکرام علي خېل ۵۸، اصغر افغان ۳۵ او ګلبدین نایب ۱۷ منډې وکړې.

د ویسټ انډیز لپاره جېسن هولډر، چیس او شیفیرډ دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

تر لنډې دمې وروسته به ویسټ انډیز د ۱۹۵ منډو د هدف پوره کولو لپاره توپوهنه پيل کړي.

څه فکر کوئ، افغانستان به د خپل ورکړل شوي هدف نه دفاع وکړای شي؟

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …