کورپاڼه / جالب / په چین کې یو شرکت د یو نظم په خپرولو څو میلیارده ډالر جریمه شو

په چین کې یو شرکت د یو نظم په خپرولو څو میلیارده ډالر جریمه شو

آیا تاسې باور کولی شئ چې نن سبا د اطلاعاتو په دې ګړندي دور کې د یو لانجمن نظم په خپرولو یو شرکت څو میلیارده ډالر تاوان وکړ.

د چین د خوراکي توکو ویشونکې مشهور شرکت (مایي توان) اجراییوي ریش وینګ چینګ یوولس سوه کاله دمخه لیکل شوی یو نظم پر ټولنیزه رسنۍ پوسټ او یوه ورځ وروسته یې ډیلیټ کړ.

خو ناوخته شوی و ځکه چې د چین حکومت دغه نظم د خپل ځان پر خلاف وګاڼه او له دې وروسته د حکومت ځینې هغه بې نظمۍ په ګوته کړې چې زیان رسوونکې وې.

د دوشنبې په ورځ د شرکت ونډې تر ۵.۳ سلنو راښکته شوې او په سبا یې دغه کچه تر ۹ سلنو راښکته شوه او په دې ډول شرکت دوه نیم میلیارده تاوان وکړ.

وینګ وایي چې نوموړي په دې صنعت کې سوداګریز صنعت او سیالو سوداګرو ته یې اشاره کړې، حکومت یې موخه نه وه.

په دې کلاسیکي نظم کې د چینایي بادشاه چین شایي هوانګ په دور کې یو نوم ورکي شاعر هغه غبرګون دی چې د کتابونو په سوځولو یې لیکلی.

دا هم ولولئ

په هند کې یو شخص پر یو وخت له دوو انجونو سره واده وکړ

د هند په تلنګانه ایالت کې یو قبایلي شخص شخص په یو منډپ (د هندوانو …