کورپاڼه / جالب / چین د ټایی ټانک په څېر یوه بېړۍ جوړوي

چین د ټایی ټانک په څېر یوه بېړۍ جوړوي

د ټایی ټانک د بېړۍ د ډوبېدو دا دی له پېړۍ ډېر وخت تېر شو او اوس د چین هیواد غواړي چې هماغسې یوه بېړۍ جوړه کړي.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې ددې بېړۍ د تیارولو پلان په ۱۹۹۷ کال د خپور شوي فلم (ټایی ټانک) څخه اخیستل شوی.

ویل کېږي چې ددې بېړۍ پلان د چین په سوچان ولایت په تیم پارک کې تیارېږي یاهم اوسمهال پرې کار روان دی. ددې بېړۍ د تیارولو په اړه ویل کېږي چې تقریباً یو سلو پنځوس میلونه ډالر لګښت به پرې راشي.

د تیم پارک چې د چینګدو او چونګ کنګ د ښارونو ترمنځ موقیعت لري، ددې بېړۍ په سبب یې ډېر ارزښت پیدا کړی او د نړۍ په کچه یې ګرځندویانو په اړه د خوښۍ څرګنده کړې او هیله څرګنده شوې چې روان به له دوه میلونو ډېر ګرځندویان ورته راشي.

د یادولو وړ ده چې د ټایی ټانک بېړۍ چې یوه پېړۍ وړاندې ډوبه شوې وه، دومره لویه یا غټ بېړۍ وه چې د یو ښار ګوټي مثال یې درلود.

دا هم ولولئ

هغه هیواد چې اوسیدونکو یې له ډېر غربته چرګان قرباني کړل

د لوی اختر په راتګ سره د نړۍ ټول مسلمانان سنت ابراهیمي پرځای کوي او …