کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / پر هغه ډیناسور څېړنې بشپړې شوې چې اته کاله وړاندې یې فوسلونه موندل شوي ول

پر هغه ډیناسور څېړنې بشپړې شوې چې اته کاله وړاندې یې فوسلونه موندل شوي ول

د ډیناسورو په اړه ویل کېږي چې له نن څخه یې میلونونه کاله وړاندې پر ځمکه ژوند کاوه، چې ځینې بیا غوښه خوړونکي ول او ځینې یې واښه خوړونکې وي.

لرغونپوهان وخت ناوخت د ډیناسور فوسلونه یا پاتې شوني پیدا کوي او له ټیکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستنې یې په اړه معلومات ترلاسه کوي.

په همدې لړ کې د مکسیکو لرغون پېژندونکو د هغه ډیناسور په فوسلونو یا پاتې شونو څېړنې بشپړې کړې چې اته کاله یې وړاندې موندلي ول.

لرغون پېژندونکو د وینا له مخې ویل کېږي چې دغه فوسلونه یا پاتې شوني د اویا میلونه کاله پخواني ډیناسور یو نوی ډول دی.

دوی وایي چې دغه ډیناسور ټیلاټولوفس نومېږي او اوږدوالي یې څلور اعشاریه درې فوټو ته نږدې دی او پوستکی یې هم رنګین یا رنګا رنګ دی.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې د یو داسې ډیناسور پاتې شونې موندل شوې چې پر هګیو ناست و، یعنې ښځینه ډیناسور و او بچي ته یې زېږون ورکاوه.

دا هم ولولئ

له کوم ډول وریځو څخه د باران ورېدلو امکان ډېر وي؟

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي کله چې وریځې تور رنګه یا سرمیي غوندې …